پشتو | دری | English
(+93) 78 776 2083
About Us

پیژندنه د مکتب

د قطرات نور عالي لیسه په ۲۰۱۸ کال (۱۳۹۷ هجری شمسي) کې د لیلی خاموش په وسیله په خوشحال خان سیمه کې د سالم نسل روزنې او د هیواد د ښوونې او روزنې خدمتونو لپاره تاسیس شوه.

ویژگی ها

  • ستراتیژیک پلان جوړونه
  • مناسب تعلیمي لګښتونه
  • مسلکي او ژمنه لرونکي کادر
  • د عصري اړتیاوو سره سم نوې، عملی او بشپړه درسي نصاب
  • شنه او خوشحال چاپیریال (د دوه جریبه ځمکې پر بنسټ ودانۍ)
  • په بشپړه توګه مجهز او فعاله لابراتوار
  • لوی او مجهز کمپیوټر لابراتوار
  • پراخه کتابتون
  • معیاري ټولګي
  • له کورنیو سره دوامداره اړیکه
  • فوق العاده ښوونې او سمینارونه او د هڅونې او روزنې پروګرامونه
  • د نوښت او خلاقیت فرصتونه
  • د کورنیو لپاره تعلیمي پروګرامونه

چشم انداز
د قطرات نور عالي لیسه په خپل درې کلن ستراتیژیک نظر کې، غواړي چې تر ۲۰۲۶ (۱۴۰۵ هجري شمسي) پورې د ستراتیژیک مدیریت او یو مسلکي ټیم په مرسته، د تعلیم او روزنې د مینه والو لپاره لومړی انتخاب شي او د کابل ښار په مخکښو ښوونځیو کې ځای پیدا کړي.

ماموریت
د قطرات نور عالي لیسه د مدرن تعلیمي اسانتیاوو او سیسټمونو په کارولو سره، د یو مناسب تعلیمي چاپیریال، وړ او متخصص ټیم، نوښتګر او فعال تدریسي میتودونو، او ستراتیژیک مدیریت په مرسته د بې سوادي له منځه وړلو، د ښوونې کلتور پراختیا او د هیواد د معارفو د پرمختګ لپاره فعالیت کوي.

هدف
د تعلیمي کیفیت معیاري کول او ښه والی.

ارزشونه

  • صداقت او د ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمنتیا
  • د انسان او انسانیت درناوی
  • مسلکي استحقاق
  • د فکر ازادي او متقابل احترام
  • د لوړ کیفیت تعلیمي خدماتو وړاندې کولو ته ژمنتیا
  • د وطن دوستۍ احساس پیاوړتیا

زموږ تضمین

  • اکثراً (تقریباً ۹۵٪) د نویو زده کوونکو چې د لومړي تر درېیم ټولګي پورې دي، په لومړي شپږو میاشتو کې د لوستلو او لیکلو وړتیا ترلاسه کوي.
  • د هنر (رسامي او ښکلی لیکنه) او کمپیوټر عملي پروګرامونه: د څلورم تر شپږم ټولګي زده کوونکي به د دې برخو په زده کړه سره د یوې ښوونېزې کال په ترڅ کې زیاتې دندې فرصتونه ترلاسه کړي.
  • د روباتیک عملي تعلیم: د منځني او لیسې ټولګي زده کوونکي چې دغه رشته زده کوي، به د ډیرې دندې فرصتونه ترلاسه کړي او وروسته له ښوونځي څخه به د لوړ مهارتونو سره لوړ عاید وګټي.

جوړښت او تنظیم

د قطرات نور لېسه اداري جوړښت

قطرات نور لېسه یو منظم او اغېزمن اداري جوړښت لري، چې د ښوونیزو، فرهنګي او اداري فعالیتونو ترمنځ لوړه همغږي او کیفیت یقیني کړي.

د دې جوړښت په سر کې بنسټ ایښودونکی او عمومي مدیر ولاړ دی، چې لېسه د یو روښانه لیدلوري او فعال مدیریت سره رهبري کوي. د هغه تر مستقیمې څارنې لاندې، درې مهم معاونیتونه فعالیت کوي:

اجرائیه معاونیت – د اداري، مالي، بشري سرچینو او نورو عملیاتي چارو مسؤلیت لري، تر څو لېسه منظم او اغېزمن فعالیت وکړي.

فرهنګي معاونیت – د فرهنګي، هنري او ټولنیزو پروګرامونو له لارې، د زده‌کوونکو فکري او اخلاقي وده پیاوړې کوي او هغوی د ټولنې لپاره د ګټورو اشخاصو په توګه روزي.

تدریسي معاونیت – د تدریس بهیر، د ښوونکو استخدام او مسلکي وده، درسي نصاب، او تعلیمي پروګرامونه تنظیموي، تر څو د زده کړې لوړې معیارونه وساتي.

دا سلسله‌مراتبي جوړښت د لېسې د چارو ترمنځ همغږي او روڼتیا رامنځته کوي، چې د قطرات نور لېسې ته دا فرصت ورکوي، تر څو خپلې اساسي موخې ته، یعنې د یو پوه، مسؤل او خلاق نسل روزنه، ژمن پاتې شي.

About Us

لید

ماموریت

د قطرات نور خصوصي لیسه د مدرن تعلیمي اسانتیاوو او سیسټمونو په کارولو سره، د زده کړې مناسب چاپیریال، وړ او متخصص ټیم، نوښتګر او فعال تدریسي میتودونه، او ستراتیژیک مدیریت او پلان جوړونې سره، د بې سوادي له منځه وړلو، د زده کړې کلتور ترویج کولو، او د هېواد د معارفو د پراختیا او پرمختګ لپاره فعالیت کوي.

ارزښتونه

  • صداقت او د ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمنتیا.
  • د انسانیت او انساني کرامت درناوی.
  • مسلکي استحقاق.
  • د فکر آزادۍ او متقابل احترام.
  • د لوړې کچې تعلیمي خدماتو وړاندې کولو ته ژمنتیا.
  • د وطن پرستۍ احساس پیاوړتیا.